آخرین ها:
- پیام صلاح الدین ربانی، رئیس جمعیت اسلامی افغانستان به مناسبت حمله تروریستی ۱۵ عقرب، شهادت ۸۰ دانشجو، شهید کاظمی وسایر اعضای پارلمان
- جمعیت اسلامی افغانستان اقدام تنشزا و ماجراجویانهی اسرائیل علیه تمامیت ارضی جمهوری اسلامی ایران را محکوم میکند.
- جمعیت اسلامی افغانستان حملهی تروریستی به صنایع هوافضای کشور دوست جمهوری ترکیه را که منجر به شهادت و زخمی شدن تعدادی از شهروندان آن گردید، شدیدا محکوم میکند.
- جمعیت اسلامی افغانستان ششمین سالگرد شهادت جنرال عبدالرازق اچکزی، از فرماندهان شجاع کشور را گرامی میدارد و به روح ایشان اتحاف دعا مینماید.
- جمعیت اسلامی افغانستان حملهی اسرائیل را که در اثر آن سید حسن نصرالله، رهبر حزبالله و افراد ملکی لبنان شهید شدند
- پیام جمعیت اسلامی افغانستان به مناسبت سیزدهمین سالگرد شهادت رهبر شهید رحمه الله علیه
- متن سخنرانی صلاح الدین ربانی رئیس جمعیت اسلامی، در مراسم سیزدهمین سالگرد شهادت پروفیسور برهان الدین ربانی رییس جمهور پیشین، رهبر جهاد و مقاومت و شهید صلح افغانستان و بیستوسومین سالیاد شهادت قهرمان ملی، شهید احمد شاه مسعود و هفتۀ شهید بسم الله الرحمن الرحمن
- جمعیت اسلامی افغانستان حمله تروریستی علیه تعدادی از شهروندان هزاره در ولایت دایکندی
- بیستوسه سال از شهادت قهرمان ملی کشور، شهید احمد شاه مسعود میگذرد
- بیستوهفت سال پیش سانحهی هوایی غمانگیزی در ولایت بامیان اتفاق افتاد که در آن شماری از خوبترین و متعهدترین مسوولان دولت اسلامی افغانستان و اعضای جمعیت اسلامی جام شهادت نوشیدند
بسم الله الرحمن الرحیم
د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د شهادت د څلورم تلین په مناسبت د دغه زړور قومندان او د وطن ټولو هغو مدافعینو ته چې د خلکو د عزت، ژوند او مال په ساتنه کې یې خپل ځانونه قربان کړی دی، روح ته یی دعا کوم او همداراز د جنرال صاحب تادین خان او د هغوی درنی کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
کله چې د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه د صادقانه دفاع خبره کیږی او کله چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د طالب ډلې په وړاندې د مقاومت خبره کیږی نو د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی نوم له ویاړه ډک، ښکاره او د یو غوڅ او قاطع نوم په ډول یادیږی.
شهید قومندان اڅکزی په نظامی ډګر کې د خپل مېړانې او زړورتیا تر څنګ له خلکو سره ژورې او ټولنیزې اړیکې درلودې او له هر فرصت څخه یې په استفادې د هغوی مشورې او ستونزې اوریدلې. د همدغو ښو اړیکو له امله وتوانید چې د خپلو دندو په ترسره کولو او هیواد ته د خدمت په لاره کې د خلکو مؤثری همکاری ولری او کندهار ولایت چې ددی ولایت امنیه قومندانۍ یی په غاړه درلوده په یوه امن ولایت بدل کړی.
د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی پوځی او نظامی لاسته راوړنې او پراخه ټولنیز بنسټ؛ هغه ته د افغانستان په سیاسی ټولنه او د سیاستوالو او دولتی چارواکو په منځ کې ځانګړی ځای جوړ کړی و. د ګران هېواد د دښمنانو پر وړاندې د شهید قومندان اڅکزی سرښندنې او زړورتیا د افغانستان په ټولو خلکو کې د هغه شهید لپاره د پام وړ محبوبیت پیدا کړی و او د هغه په شهادت د افغانستان ټولو مېشتو قومونو په بېلابېلو ډولونو ژوره خواشینی څرګنده کړه.
اوسنی شرایطو کې د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی نشتوالی په شدت سره احساسېږی، خو د هغه عزم او مبارزه د خلکو او د هغه د ژوندی پاتې شویو لپاره الهام او غښتلتیا ده او موږ ډاډه یو چې د هغه په شان فکر لرونکی خلک به د ظلم په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شی او د هغه لاره به تعقیب کړی.
په پای کې د افغانستان د عزت او کرامت د لارې د شهیدانو روح ته د دعا کولو سره، د لوی خدای (ج) له دربار څخه زموږ د ګران هیواد د سوکالۍ او سرلوړۍ دعا کوم او هیله لرم چې د افغان ولس په کلک هوډ او عزم، له استبداد څخه د خلاصون لپاره ژر تر ژره د دوی په سیاسی برخلیک باندې د دوی د اجتماعی ارادې د حاکمیت شاهدان واوسو.
د ۱۴۰۱ کال د تلی میاشت ۲۶
نظرات بسته شده است.