په خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلو او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د سیلابونو له امله زموږ یو شمېر ګرانو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ټپیان شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشری ناورین سره مخ دی، د دا ډول غمجنو پېښو رامنځته کېدل د هېوادوالو اندېښنې او ستونزې دوه برابره کوی. نو له همدې امله تمه کیږی چې نړیوالې مرستندویه ادارې د افغانستان د وضعیت او خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره په هیواد کې د وروستیو طبیعی پیښو د قربانیانو د سملاسی رسیدګی لپاره اغیزمن اقدامات وکړی تر څو په اړوندو سیمو کی د دې پیښو د ویجاړونکو پایلو مخه ونیول شی.
د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب په وړاندې کولو سره، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
نظرات بسته شده است.